وروستۍ برخه| د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او…
وروستۍ برخه
د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او…
د اسرائیلو له لوري د فلسطینیانو ټولوژنه او د حماس دفاعي چمتووالی:
وروسته له دې چې اسرائيلي استخبارات په ناوړه توګه د حماس د دې بريدونو پر وړاندې له ناکامۍ سره مخ شو او اسرائيلي حکومت په دې بريدونو کې سخته ضربه وخوړه؛ اسرائيلي پوځ په وحشي توګه د فلسطيني ولس ټولوژنه پيل کړه او ټول هغه نړيوال قوانين يې په زغرده تر پښو لاندې کړل، چې غربي نړۍ يې تل نورو ته د پلي کولو ټينګار کړی دی.
امريکا، المان، انګلستان او فرانسې په دې ټولوژنه کې بې قيد او شرطه د اسرائيلي حکومت پراخ ملاتړ وکړ او سره له دې چې ولسونو يې په پرلهپسې توګه د فلسطينيانو د ټولوژنې په ضد لاريونونه او اعتراضات وکړل؛ خو دوی نه يوازې پاملرنه ورته و نه کړه، بلکې ډېری دغه لاريونوال يې زندانيان هم کړل.
د جګړې له پيله د اوربند تر ورځو له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان او ټپيان شول او غزه له ۹۰ سلنې ډېره له ځمکې سره برابره شوه. د وژل شويو او ټپيانو ډېری شمېر ښځو او ماشومانو جوړاوه، چې لسګونه زره يې د ښوونځيو زده کوونکي وو. د بشر حقوق، د ښځو حقوق، د ماشومانو حقوق او د زدهکړې مسلم حق هلته هيڅ معنا نه درلوده او صهيونیست حکومت خپله هغه نظريه په اثبات رسوله چې يوازې دوی انسانان دي او بس... مستند د اسرائيلو د دې وحشتونو ځينې صحنې راخيستې دي.
د حماس دفاعي چمتووالی:
د اسرائيلو له لوري د بمباريو او ځمکني بريد له پيل سره سم حماس بې ساری مقاومت وښود او اسرائيلي چارواکو په دې اړه خپله حيرانتيا ښکاره کړه.
د کتائب القسام د عمومي نظامي مجلس غړی عزالدين الحداد وايي: «موږ د خپل ملت او ځمکې د دفاع جګړه پيل کړه، کمينونه او غلچکي بريدونه مو ترسره کړل، تونلونه او ځای په ځای شوي بمونه مو وچاودول، د پايښت او ټکر جګړه، چې د دښمن پوځيان او پوځي وسايط يې د اور خوراک کړل او د زرګونو په شمېر کې تلفات يې ورواړول...».
الحداد زياتوي: «دې هر څه وښوده چې دفاعي پلان د اعلی درجې و».
يحيی السنوار:
د مستند په دې برخه کې د حماس هغه مېړني مشر راڅرګند شوی، د چا نوم چې د اقصی طوفان سره غبرګ يادېږي؛ شهيد يحيی السنوار، چې د بريدونو له پيل د خپل شهادت تر ورځې د ځمکې په مخ په داسې مېړانه د اسرائيلي اشغالګرو په ضد وجنګېد، چې ټوله نړۍ ورته هيښه شوه. اسرائيلو د هغه د شهادت تر ورځې په هغه تورونه پورې کول چې د ځمکې لاندې تونلونو کې په ډېرو خوندي ځايونو کې شاهانه ژوند تېروي او د خپل ځان د خوندي ساتلو په پار اسرائيلي بنديان په خپل شاوخوا کې ساتي، همغه تورونه چې کفري نړۍ د تاريخ په اوږدو کې په هر مجاهد مشر پورې کړي دي، خو اسرائيلي اشغالګرو سره په مخامخ جګړه کې د سنوار شهادت د اسرائيلو دا ټول درواغ رسوا کړل،
سپينږيري سنوار د دنيوي ژوند په وروستيو شېبو کې په زخمي حالت کې په چپ لاس د اسرائيلو په جاسوسي الوتکه د لرګي ګوذار وکړ او دا پيغام يې تر شا پرېښود، چې زموږ او ستاسو ترمنځ به يوازې ټکر وي، بل شی نه. وروسته يې خپل رب ته د روح په سپارلو نړۍ ته وښوده، چې خپلې قضيې ته ژمنتيا څنګه وي.
په يوه صحنه کې يحيی السنوار «رفح» کې د تل السلطان د کنډک له قوماندان محمود حمدان سره ښکاري؛ هغه چې په ژوند او شهادت دواړو کې د سنوار ملګری و، په دې صحنه دواړه ښکاري چې د ځينو هغو عملياتو په نقشه خبرې کوي، چې قسام وروسته ترسره کړي دي.
په يوه بله صحنه کې سنوار د يوې ويجاړۍ ودانۍ دننه ناست دی او په نږدې ځای کې يې د اسرائيلو پوځي ټانک ښکاري چې په نښه شوی او ويجاړ شوی دی.
د سنوار د ژوند دغه صحنې ښيي، چې د اسرائيلو استخبارات په دې ټوله موده کې د هغه په پېژندو لا و نه توانېدل، موندل خو يې لرې خبره وه. دا صحنې ثابتوي چې سنوار د دې جګړې په اوږدو کې له صفري نکتې په دښمن بريدونه کول، تر دې چې خپل ژوند يې له خپلې قضيې ځار کړ.
د سنوار شهادت د اسرائیلي پوځ تر څنګ نړۍ هم حيرانه کړه، خو د اسرائيلو په ضد د مقاومت بهير د هغه په شهادت نه ودرېد او نه ځنډنی شو، د حماس مجاهدينو وروسته يو شمېر عمليات د همده په نوم په اسرائيلو ترسره کړل.
غزه کې د جګړې د ډګر يو قومندان الجزيرې ته وايي: «له نړېدلو ودانيو او کورونو ورپسې راووتو او په بېلا بېلو هغو وسلو مو له صفري نکتې په نښه کړل، چې په خپلو لاسو مو چمتو کړې دي»، د هغه له خبرو سره جوخت په اسرائيلو د حماس د بريدونو صحنې ښودل کېږي.
قومندان زياتوي: «د دوی پوځي افسران او پوځيان مو ووژل، ټانکونه او پوځي وسايط مو ورويجاړ کړل، ډلې ډلې مو مړه او ټپيان کړل، په اورونو ورسره مخ شو، په هر ځای او هر کونج کې يې مخې ته ودرېدو او لا هم د دښمن په ضد زموږ مقاومت روان دی او دښمن يوازې يوه لار په مخ کې لري، چې زموږ له وطنه مات شوي ستانه شي که د الله خوښه وه».
د حماس پوځي ځواک موږ حيران کړو
د اسرائيلي پوځ پخوانی سلاکار او استخباراتي افسر الون اويتار وایي: «زه په دې باور يم چې د حماس پوځي ځواک اسرائيل هيښ کړل، موږ يې هم حيران کړو، د جګړې په ډګر د هغوی جنګي توان... او تصميم يې، د حماس تصميم موږ ټول هک پک کړو، لکه حماس چې له ځان سره ويل، چې زه تر پايه تلونکی يم».
حماس وسله له کومه کوله:
دا هغه څه دي چې په اسرائيلو سربېره يې ټولې نړۍ ته هم پوښتنې پيدا کړې، خو د حماس قومندان په دې اړه څه وايي؟
«موږ خپلې وسلې په خپلو لاسونو جوړې کړې دي؛ توغندي، د توپونو مرمۍ، سنېپر ټوپکونه، مرمۍ، بمونه، کوچنۍ جنګي الوتکې، زرې ضد مرمۍ او نور ډېر تجهيزات... لکه شعاعي الوتکې، د سمندري کومانډو بېړۍ، او نور وسايل چې په لوړ کيفيت مو جوړ کړي وو، د دې تر څنګ مو تدريبي پروګرامونه هم پلي کړل چې زموږ له جوړې کړې وسلې سره هممهاله وو، داسې موږ وتوانېدو چې د اسرائيلي اشغال په ماتولو کې د خپل مقاومت په بهير کې د توان او ارادې لومړۍ خښته کېږدو».
د هغه په وينا د الأقصی طوفان په مخ وړلو کې دې وسلو لوی رول درلود، «دا هر څه په دې سربېره چې د حماس مجاهدين په عقيدوي او بدني لحاظ په ښه توګه روزل شوي وو». مستند کې له دې خبرو سره غبرګ ګڼې هغه صحنې ښودل کېږي، چې حماس په کې خپلې وسلې جوړوي او وروسته يې د اسرائيلو په ضد کاروي.
حماس د انټرنېټ په مخ په اسرائيلي پوځ د خپلو بريدونو لسګونه ويډيوګانې خپرې کړې او په ډېری دې ويډيوګانو کې وايي، چې د دې بريد چمتووالی مو د کره استخبارتي معلوماتو په اساس کړی دی. د مستند په پای کې د دې ويډيوګانو يوه ټولګه ځای په ځای شوې ده.
پای د چا دی؟
د حماس او اسرائيلو ترمنځ له اوربند وړاندې الجزيرې په دې اړه د منځني ختيځ د چارو متخصص ليکوال انډرياس کريګ غږولی دی، هغه وايي: «اوس په غزه د بريد مستقيمه پايله بېخي له د تمې خلاف ده، اسرائيل به اخر هم له غزې وځي، ځکه د غزې په نيولو کې د اسرائيلي پوځ هيڅ ګټه نه شته، هغوی پوهېږي چې دا يوه بايلل شوې جګړه ده، اسرائيل به راوپرځېږي او د هغو اختلافاتو له امله به سره وشکېږي، چې دې جګړې راولاړ کړي دي، مګر دا چې که چېرته ۱۸۰ درجې کوم بدلون رامنځته شي».
د لندن په کېنګز کالج پوهنتون کې د منځني ختيځ د سياستونو استاذ ګيروين ګونېنګ وايي: «په نړيواله توګه د عوامو نظر په غير عادي توګه په بدلېدو دی، موږ وينو چې دا د ټول کال په اوږدو کې د لاريونونو په بڼه څرګند و، خلک ويني چې اسرائیل وايي څه او په واقعيت کې پېښېږي څه، دا دا معنا لري چې اسرائيل له دې وروسته د کيسې د کابو کولو توان نه لري».
الحداد يې په اړه وايي:
«د دښمن د ماتې لويه نښه او د اقصی د طوفان اغېزې دا دي، چې د دښمن په نظامي ادارو کې په پرلهپسې ډول استعفاګانې کېږي، دښمن په خپله لويه ناکامۍ اعتراف کوي، په يو بل تورونه پورې کوي، د ګډوډۍ يو حالت پرې خپور دی او په سياسي کچه له مسووليته د تېښتې هڅې کېږي، په څانګړي دول نتنياهو. او موږ په دې باوري يو چې په راتلونکو ورځو او مياشتو کې چې څومره تحقيقات ژور او د ناکامۍ لاملونه معلوم شي، هغومره به دا استعفاګانې پراخې شي».
الحداد د خپلې بريا يو لوی لامل تر شا د خپل بې سياله ولس ملاتړ وباله، چې ټينګ ودرېد او په تاریخ کې يې ثبت کړه، چې دا داسې ملت دی، چې د ظلم او تېري په رد کولو کې يې د خپل دين، وطن او اقصی لپاره هر ډول قرباني ورکړه.
د دې جګړې له يوه کاله ډېر وخت ووت، اسرائيل و نه توانېدل چې خپل بنديان په هغه ډول د حماس له منګلو خلاص کړي؛ څنګه چې دوی غوښتل او نه يې له خپل پلان سره سم د فلسطينيانو مقاومت کمزوری کړ، دا غزه ده، فلسطينيان د ويجاړو ودانيو له منځه وايي، چې غزه له کلابندۍ او بې رخۍ سره سره پاتې ده او د اشغالګرو په ضد مقاومت د اقصی له طوفانه پېړۍ پېړۍ مخکې زېږېدلی و او له دې وروسته به هم روان وي، او څه چې پټ دي؛ لا لوی دي.